دا زړه سپکوم
(محمد عارف)
او دا نيشنلزم بس زمونږ مجبوري جوړه شوې ده ګنې د دے څۀ خاص فايده نشته. زه وايم چې وخت تېر دے. اوس د نړئ نوې حقيقتونه دي، يا خو پاکستان په تسليمول دي چې دا خبره ختمه شي. او يا نظرياتي سوشلسټ سياست شورو کړۍ نو څۀ به ترې جوړه شي.
دا ټول نيشنلزم د يو پس مانده سماج نرګسيت وړاندي کول دي او پاور ته ځان رسول دي. نور هېڅ هم نشته. نۀ ژبه، نۀ کلتور، نۀ تخليق، نۀ مزاحمت او نۀ انقلاب.
د استعمار شکلونه بدليږي خو استعمار په خپل ځائ لا پوخ ولاړ دے. مصيبت دا دے چې د سماج ګس اړخ د فکري ديواليه پن ښکار شوې دې. ننۍ سياسي مبارزه د زيډجيسټ پوهه او د هغې نه د وتلو تګلاره غواړي، او دا تر هغې نۀ شي تر سره کېدې چې په ميډيا، علم او پوهه باندې د استعمار کلکه قبضه وي.
زمونږ وړومبۍ مبارزه د علم او پوهې قبضه ګرو سره ده کوم چې علم او پوهه ګرانوي او د عامو خلقو نه ئې لرې ساتي.
مسله دا نۀ ده چې حالات بدل شو. حالات خو بدلېږي. اوس خو سرمايه داران پوهان هم وائي چې دا نظام ناکامه دے. خبره د پياوړې ردعمل ده. خبره اولس له يو متبادل سوچ او فکر ورکول دي.
زما په خيال د يو متبادل ردعمل شورو د علم او پوهې قبضه ګرو خلاپ ردعمل دے. د علم او پوهې ردعمل چې تر څو د دے ناکامه نظام اپالوجسټان نۀ وي چيلنج کړې تر هغې د يو عملي رد عمل لارے نۀ شي پرانستې کېدے.
زما په خېال انقلابيانو له پکار دي چې پوسټ ماډرنزم بربنډ کړي. او د دے رياکاري نړۍ ته په ګوته کړي. د ژبې فلسفه يا تجزياتي فلسفه د سرمايه دارانه نظام اخرې فلسفه ده چې اولس د کنفيوژن ښکار کوي. د ريسرچ په نوم علم صرف د علم د پاره، د وخت او پېسو زيان دے کوم چې پوهان د عمل نه لرې ساتي.
دا فکري ردعمل په په رائج فکري ديوالونو کښي شګافونه پېدا کړي او پوهان به عمل ته مجبور کړي.
د دے نوے ردعمل فوکس به دا وي چې علم اسان دے، او په دے د هر چا حق دے. علم چې څوک ګرانوي او د اولس نه ئې لرې ساتي نو د استعمار ملګرې دے. علم، فکر او پوهه د نړۍ هر انسان د پاره داسې ضروري ده لکه ساه اخيستل.
علم او پوهه د يونيورسټو ډګريانو ته نۀ وائي. علم او پوهه د پوهانو ډائرکټ مشاهده ده کومه چې هغوي په خپل چارپيرچل کښې کوي او علم او پوهه عمل دے.
کله چې مونږ په دے کښې کامياب شو چې د علم په اړه يو کاؤنړ پرسپشن ډيولپ کړې شو نو زمونږ جذبات به هم پېدا شي او چې جذبات پېدا شي نو سياسي تحريک په خپله په مخکښې ځي.
د سرمايه دارۍ اپالوجسټان او د علم بتان به ماتول وي، چې د ازاد فکر او سوچ لارې پرانستې شي.
د ميډيا نام و نهاد خبريال به په اولسي پرسپيکټيوز پوهول وي چې د اولس ستونځو له ډير ځائ ورکړي.
زما د زړه خبره دی کړیده
ReplyDelete