Pages

Powered By Blogger

Wednesday, February 24, 2010

د باران په ارمان

د نيستۍ دې خدائې بيخ وباسي سړې نۀ په ګرمۍ پوهه کړي او نۀ په يخنۍاو د پسرلي خو تپوس مۀ کوه۔ بس بارانونه مې خوښ دي کوم چې ما سره زما په نيم ګړې نيمه خوا ژوند کښې ملګرتيا کوي او بيا بيا راته وائي چې مۀ ژاړه ،ګوره ټول جهان ژاړي ، اسمان ژاړي، دغريب بلۍ او د مالدارو د بنګلو چتونه د اوښکو غټ غت سېلابونه بهوي او ته ايله بيله نيستۍ په مخه راخستې ئې۔

خو له ډېرې مودې راسې سکړه ده۔ ملا مو د استسقا نمونځ هم په خپله مشرۍ کښې وکړو او په دعا کښې ئې د کلي خلقو له د الله پاک له طرفه دوړه دپکۍ هم ورکړې خو لږ ساعت له توره ويريځ راغله او زر تېره شوه ته به وائې چې فرشتو ورله په توره تکړه کښې نمونځونه واپس راوغورځول۔ د کلي ماشومانو تورمخې په کورونو وګرزوو او ښې ډېرې پيسې ئې راغونډې کړې اود شهيد قران بابا په زيارت ئې په نورو ماشومانو او لاروو حلوه هم وخوړه خو حرام شه کۀ اسمان نن صبادشهيدانو خاطر هم کوي ۔ وړې جينکۍ لګيا دي د زړو نه څۀ په مشکله چکۍ رابيلوي چې حلوه ترې پښه کړي او په چم ګاونډ کښې ئې ويشي ۔ زمونږ د تورسرو هم لا څۀ زندګي ده ټول عمر د زړو نه چکۍ رابيلوي۔ په کورونو کښې ښځو منختۍ منلې دي (هسې زمونږ ښځې ښه بزنس کولې شي،بې له ګټې انوسټمنټ نه کوي) او د للمو خاوندان دا فکر وړي دي که مزکو مو فصل ونکړو نو راروان کال به په په پردو مزدورو پسې سر يو۔ صرف بوډاګان بې غمه په حجرو کښې پراته دي، نه د يار غم او نۀ د روزګار غم۔ چې څۀ وو هغه تېر شواو پښتنوکله دراتلونکي وخت فکر کړې دې۔

خدائې خبر چې په دې باران مونږ څومره سندرې وئېلې دي او په نيمکۍ، بدله او چاربيته کښې مو ذکر کړې دې۔ د ټپې خو هډو وايه مۀ۔ د دروغژن خبره په هره دريمه ټپه کښې باران شته۔ زۀ په دې نۀ پوهېږم چې ولې مونږ باران د خپلو جذبو د عکاسۍ د پاره خوښ کړې دې۔ ايا دا خو به نۀ وي چې مونږ ټول نيستمند يواو نيمګړې جذبې او ارمانونه لرو او يا کېدې شي زمونږ پلاران ډېر مست وو،ولې چې باران سره مستي هم تړلې ده۔ کېدې شي دا دواڼه وجې وي ولې چې مونږ پښتانه ټول شاعران يو او شاعري يا په نيمګړې جذبو کېږي او يا په ډېره مستۍ۔

خبره څۀ وه او چرته لاړه۔ سکړه ده باران نۀ کېږي او زه دا فکر وړې يم چې دا ځل مې د ژړا ملګرې هم نشته۔ په خوشالۍ کښې خو مونږ تربولولۍ پالو ولې په غم کښې داسې تربورولي

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers