Pages

Powered By Blogger

Wednesday, February 24, 2010

ايپ پاک : د پښتنو په نظر

په نني وخت کښې خارجه پالېسي د رواياتو د جغ نه د سر ويستلو په تکل کښې ده۔ په نړۍ کښې د ټيکنالوجۍ تراثر لاندې راغلي بدلونونه قامونه دې خبرې ته هڅوي چې دوۍ دې ايديالوژۍ او ملي ګټوته بيا بيا کتنه وکړي او اقتصادي پرمختګ پر لورد تخليق او ابتکارداسې کوټلې ګامونه پورته کړې چې ګاونډي هېوادونه اونوره نړۍ ورته وپسخيږي۔ له بده مرغه زمونږ سيمه دتېرو دواؤ پېړو راسې په داخلي اوخارجي سازشونواو نښتوکښې راګېره ده او زمونږ په سيمه د ترخه ګرۍ په ضد راون جنګ زمونږ د بقا جنګ جوړ شوې دې ۔

کۀ يو خوا په افغانستان کښې د جمهوريت بوټے په ورو ورو زرغونيږي نو بل خوا په پاکستان کښې دننه پوځي اسټيبلشمنټ د نړي وال فشار لاندې دې ته مجبور دے چې جمهوريت له لار ورکړي۔ تر اوسه پورې د ترخه ګرۍ په ضد روان جنګ کښې امريکاځکه د ناکامۍ سره مخ وه چې په پاکستان کښې تش په نوم جهموريت وه او اقتدار د پوځيانو په لاس کښې وه۔ د مشرف حکومت خو په ښکاره د يو ټرن U-Turnپه اصطلاح د امريکې مرسته څرګنده کړې وه ولې سياسي پوهان دې يوټرن ته ډبل يوټرنDouble U-Turn وائي ولې چې د دوئ د وينا مطابق د مشرف حکومت يو خوا د امريکې ملګرتيا کوله نو بل خوا ئې ترخه ګر ئې هم په شا ټپول۔ د فرورۍ ۲۰۰۸ انتخاب هم څۀ ډېرښۀ بدلون رانوستو ولې چې حکمران اتحاد لا تر اوسه پارليمنټ او جهموري اداروله ريښتينې خپلواکي نۀ ده تر لاسه کړې۔ په داسې وخت کښې د امريکې صدر بارک اوبامه له خوا د ايپ پاکAFPAK په نامه د ترخه ګرۍ په ضد نوې ستراتيجي مخې ته راغله۔ په ښکاره ډول امريکا دواڼه هيوادونه د جمهوري واسطو او اړيکو په بنسټ يو بل ته رانزدې کول غواړي او د ترخه ګرۍ خلاف جنګ کښې د بريالتوب هيله لري۔

په ټوله نړۍ کښې نن په دې نظريه موافقه پېدا شوې ده چې په منځنۍ پښتونخوا کښې ميشته ترخه ګر د رياست نه بهر طاقتونه Non-Sate Actors دي او داسې طاقتونو سره د وسلې ساتلواو په نړۍ کښې د ترخه ګرۍ کولو هيڅ جواز نشته۔ درياست نه بهر عناصرو يا طاقتونو لار نيول د يو ملت د خارجه پاليسۍ غټه برخه وي۔ پر ځائ د دې چې په دې بحث کښې پريوځو چې دا ترخه ګر چا پېدا کړې وو او يا د تر اوسه پر رياست ددنه دوئ ته د چا مرسته حاصله ده،ايپ پاک ستريتجي دا نظر لري چې دا ترخه ګر د افغانستان او پاکستان دواڼو دپاره خطر جوړ شوے دے او دواڼه هېوادونه دې په شريکه د دې خطر مخ نيوي ته بډي ملا اوکړي۔ د دې ستريتجۍ غوټې لا تر اوسه نۀ دې پرانستلې شوې ولې چې دا غوټې به د سياست، جغرافيې او اقتصاد Geopolitical and Geostrategic په چوکاټ کښې ژوند لرنوکي ټول ګډوال د خپلو مفاداتو په ګتو پرانځي۔ بايد چې پښتانۀ هم په دې حقله خپل ليدلور رامخکښې کړي ولې چې د ترخه ګرۍ په ضد دې جنګ کښې د ټولو نه غټ زيان پښتون يا افغان اولس ته رسي۔

په دې لړ کښې د ټولو نه مهمه خبره د ترخه ګرو په ضد مشترکه پوځي عمليات دي۔ ترخه ګر په دواڼو هېوادونو کښې د سرتېرو او ځان مرګي بريدونو يونۀ ختمېدونکې عمل پېل کړے دے چې لکبله ئې د دواڼو هېوادونود امنيت د ټينګولو ټولې هلې ځلې ناکامه شوي دي۔ هم دا وجه ده چې په ملي توګه د امنيت د ټينګولو دروايتي ستريتېجۍ په ځائې په شريکه پوځي عمليات پېل کړلے شي۔ پر ځائې د دې چې پاکستان په ډيورنډ د ازغن تار لګولوچغې سورې اوهي او افغانستان دډيورنډ کرښې د وجود نه منکر شي، د دواڼو هېوادونو پوځونه دې د ډيورنډ دواڼو خوا پوځي عملياتو کښې يو بل سره مرسته وکړي۔ کۀ يو هيواد د بل هېواد له خوا په خپله مزکه پوځي عملياتو ته په بده سترګه ګوري نو داسې هم کېدې شي چې د دواڼو هېوادونو پوځونه په منځنۍ پښتونخوا کښې شريک پوځې عمليات پېل کړي۔ منځنۍ پښتونخوا کښې د رياست عملداري په مکمله توګه ختمه شوې ده او ټوله قبائلي سيمه د ترخه ګرو په اثر لاندې ده۔ کۀ چرې داسې وشي چي پاکستان له دې خوا او افغانستان له هغې خوا خپل پوځونه منځنۍ پښتونخوا ته وړاندې کړي او دې سره سره د امريکائي عسکرو نه د ډرون او سيټيلائټ ټيکنالوجۍ مرسته هم واخلي نو داخبره يقيني ده چي په منځنۍ پښتونخوا کښې به دترخه ګرو ټولې اډې ويجاړې شي۔

دخارجه پاليسۍ دويم اړخ اقتصادي پرمختګ دے۔ تر اوسه پوري به نړۍ کښې دخارجه پاليسۍ غټ اړخونه درياست ايديالوژي او ملي ګټه بللې کېده،ولې په نړۍ کښې راتلونکي د ګلوبلائزيشن او په يو بل د انحصار رواجونو دنام و نهاد ايديالوجۍ په نوم نورو هېوادونو سره د دښمنۍ او دملي ګټو په جامه کښې د پوځي طاقت حاصلولوهڅې په شا کړي دي۔ نن د نړۍ غټ طاقتونه لکه امريکا،چين، يورپ او هندوستان دې ته مجبور دي چې داسې سياسي او ديپلوماتک اړيکې ولټوي کومې چي دوي له غټې اقتصادي ګټې په لاس ورکړي۔ په دې لړ کښې سيمه ايز او بين المللي اتحادونه جوړيږي او د تجارت اومارکيټ اسانتياوې پېدا کولې کېږي۔ افغانستان او پاکستان هم په تجارتي لاروTransit Routes لاس پورې کولې شي۔ د خيبر او د چمن لارو سره سره په مينځنۍ پښتونخوا کښې داسې ډيرې لارې شته چې افغانستان پرې سمندر ته او پاکستان پرې منځنۍ ايشيا پورې بي د څۀ ويرې او خطر تجارت کولې شي او دغسې د دواڼو هېوادنو اولس سوکاله کېدې شي۔

په يويشتمه پېړۍ کښې د خارجه پاليسۍ يو نوې اړخ اولسې اړيکېPeople to People Contacts دے۔ په ټيکنالوجۍ کښې د ترقۍ له کبله دا اړيکې نورې هم سيوا شوې دي۔ مخکښې به د هيوادونو ترمنځ خپلولۍ يا تربګنۍ دسرکاري سفارت په توګه کيدلې ولې نن د تجارت،روزګار،ميډيا، انټرنټ،ارټ او داسې نورو علمي معلوماتوپه وجه د يو هېواد خلق د بل هيواد په ملي مسئلو اوګټو کښې کار لري۔ د ويزې پاليسيو کښې نرمۍ راوستلې شي۔ پورپي يونين د دې يو غټ مثال دے چې په کښې ګډ هېوادونو د ويزې پاليسي ختمه کړې ده او يوه کرنسي چلوي۔ پاکستان او افغانستان خو په دې حقله ډېر بختور دي چې په دواڼو هيوادونو کښې داسې ډېر قامونه دي چې دډيورنډ کرښې دواڼه اړخو ته په خوارو ورو سيمو کښې خپل ژوند تيروي لکه بلوڅ، هزاره او د ډارډک نسل خلق وغيره۔ پښتون او افغان قوم په افغانستان کښې دټولو نۀ غټ قوم دے چې ابادي ئي په سلو کښې د65 نه زياته ده ۔ دغه شان پښتانۀ په پاکستان کښې په عددي توګه د پنجابيانو نه پس دويم غټ قام دے۔ د ډيورنډ دواڼه اړخو ته پراتۀ پښتانۀ د يو قوم، نسل، ژبې،کلتور او تاريخ خاوندان دي۔ د پښتنوسره دا اعزاز هم شته چې دوي د افغانستان رياست جوړ کړے او ساتلے دے۔ بايد چې پاکستان او افغانستان د جديد جمهوريت د اصولو لاندې د سفارتي اړيکو سره سره د عام اولس تر منځه رابطو له هم وده ورکړي۔

افغانستان او پاکستان په عمومي مسئلو کښې هم يو بل سره ملاتړ کولې شي۔ نن چې د بلوچو له خوا د استقلال کوم پياوړے تحريک د پاکستان سياسي او اقتصادي جوړښت کښې چاودي پېدا کړي دي، دا د قومونو د تاريخي تشخص نه انکار او د هغوي په وسائلو د ناجائز قبضې لکبله دي۔ افغانستان چرې هم فېډريشن نۀ دې پاتې شوې ولې هلته وړو قامونو ته په سرکاري توګه د ژبې او کلتور حق حاصل دې ځکه خو د پښتنو نه علاوه نور قامونه هم ځان ته په ډېر وياړ افغان وائي۔ له بده مرغه په پاکستان کښې مقتدر قوتونو د قامونو تشخص ته هميش په بده سترګه کتلې دي ۔ د دې د ټولو نه غټ مثال پښتانۀ دي۔ سره د دې چې پښتانۀ په پاکستان کښې دويم غټ قام دے،د دوي نوم نشته۔ نيم پښتانۀ په يوه بې نومه صوبه (شمالي پښتونخوا) کښې ژوند تېروي او نيم په بلوچستان (جنوبي پښتونخوا)کښې د بلوچو په نوم۔ دغه شان فاټا( مينځنۍ پښتونخوا) کښې دپښتنو نۀ څۀ تشخص شته او نۀ د دوي د پاره څۀ قانون۔ د اټک او ميانوالۍ پښتانۀ د پنجاب د نامې لاندې يو دوه غبرګه تشخص باندې مجبوره شوي دي او د کراچۍ پښتانو سره داسې ناروا سلوک روان دے کوم چې به يوه ظالمه مور هم خپلو مېره بچو سره ونکړي۔ لنډه دا چې پاکستان او افغانستان کښې ميشته قامونود مسئلو په حقله دواڼه هېوادونه ديو بل د تجرباتو نه ګټه پورته کولې شي۔

د پښتنو په نظر د ايپ پاک مقصدونه د پښتنو د مزکې نه د ترخه ګرۍ اډې ختمول او پښتنوته دهغوي په تاريخي مزکه د خپل تاريخي شناخت سره د ژوند تېرولو او په جمهوري ډول د خپلو وسايلو نه د ګټه پورته کول حق ورکول دي۔ پښتانۀ دا هم غواړي چې افغانستان دې يو پياوړې او خپلواکه رياست وي او هغه ته دې نه څوک به بده سترګه ګوري او نۀ دې په کښې د ستريتيجک ډبت نوم Strategic Depth په نامه مداخلت کوي۔ پښتانۀ د پاکستان په فيډريشن کښې دننه په يوه جغرافيه (شمالي او جنوبي پښتوخوااو ورسره سيلمه پښتنې سيمي )کښې د خپل تاريخي شناخت او په خپلو وسايلو د حق سره د ژوند ارزو لري اودغه شان په فاټا (منځنۍ پښتونخوا)کښې دهغه ځائې د پښتنو د خوښې نظام غوره کوي۔ دغه شان په پاکستان کښې هر ځائ اوسيدونکي پښتانۀ لکه د کراچۍ پښتنو له دې د هغوي جايز جمهوري او بشري حقونه ورکړې شي۔ پښتانۀ د ډيورنډ کرښه دتقسيم او نفاق غټه وجه بولي اود يو والي او ورورولۍ په لار کښې يو غټ خنډ۔

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers