Pages

Powered By Blogger

Tuesday, November 26, 2013

د پي ټي آئي نابالغتوب او نيټو سپلائي

 


زۀ دا پوسټ صرف د پي ټي ائي په مخالفت کښي نه کوم بلکه د قامي مفادو په چوکاټ کښې ئې کوم.

1. ډرون حملې د مرکزي حکومت په مرضۍ کېږي او د نيټو د رسد لارې بندول اصل کښې خپل حکومت او خپل اولس له نورې مسلې پېدا کول دي. 

2. د نيټو د رسد مسله د خارجه پاليسۍ مسله ده او خارجه پاليسي د مرکزي حکومت کار دے.

3. خو پاکستان کښې خارجه پاليسي مرکزي حکومت هم نه جوړوي بلکه دا پاليسۍ د پخوا راسې د پوځ په لاس کښې ده.

4. د يو جمهوري پاکستان د ترقۍ له پاره ضروري ده چې سياسي پارټۍ اور پارليمان دومره بالغ نظره شي چې پوځ په دے مجبوره کړي چې خارجه پاليسي د پارليمان د لاندې کړي.

5. د پي ټي ائي حکومت خپل وخت او انرجي په داسې کارونو کښې ضائع کوي چې د خپل حکومت ستونځې او د خپلو خلقو مسلې سېوا کوي.

6. د ډرون خلاف اواز راپورته کولو د پاره پارليمان، مرکزي حکومت او اسلام اباد شته، د پښتونخوا د عوامو کاروبار او تګ راتګ متاثره کولو سره د پښتنو مسلې به نورې هم زياتېږي.

7. يو بالغ نظره حکومت او سياسي ګوند د قامي مفاداتو خيال ساتي او صرف مخالفت برائے مخالفت نه کوي. د تېر حکومت ډير ښۀ کارونه هم وو چې صوبائي حکومت له جاري ساتل پکار دي او ورسره نوې داسې کارونه هم شورو کول پکار دي چې د اولس ستونځې هوارې شي.

8. د اتلسم ترميم نه پس د نورې صوبائي خودمختارۍ د پاره کوشش، د پارليمان بالادستي، د خارجه پاليسۍ د پارليمان د لاندې راوړل، ګاونډيانو سره ښۀ تعلقات او عوام دوسته حکومت داسې بنيادي کارونه دي چې سياسې ګوندونو له پرې اختلاف نه دې کول پکار.

9. ډرون حملې د مرکزي حکومت په مرضۍ کېږي چې ئې د طالبانو د ملا تير مات کړې دي او زيات تره طالب کمانډران ئې د مينځه وروک کړې دي او دومره توان نه لري چې حکومت مجبوره کړي. ځکه ښۀ په تول سياسي مظاهرې کول پکاري او 

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers