Pages

Powered By Blogger

Tuesday, November 26, 2013

افغانستان نن پرون


امريکه غواړي چې افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړی ،دغه تړون امریکا ته په افغانستان کې د لسو کالو لپاره د پاتې کیدو اجازه ورکوي.چې ترمخه به ئې د 7000 نه واخله تر 15000 پورې امريکنيان عسکر د افغانستان د داخلې اور خارجي دهشت ګردۍ مخنيوه کوي او د افغانستان ملي پوځ او نورې سيکيورټي ادارے به مضبوطوي.

نن افغانستان يو خپلواکه او مستحکم رياست دې. د پاکستان د افغانستان سره دښمني کې تاوان او دوستۍ کښې ډېرې فايدے دي.
د افغانانو خپل نفسيات دي او دوي سر د پاسه سر نۀ مني. افغانان غواړي چې امريکې سره یوه داسې تړون لاس ليک کړي چې روس او چين هم خپه نۀ شي او د افغانانو استقلال ته هم څۀ خطر نۀ وي.

ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د افغانستان د امنیتي تړون پر سر د سلا مشورو لپاره د دے تړون ډرافټ لويې جرګې ته وړاندې کړې دې او په دې اړه یې له یو شمیر هیوادونو سره سلامشورې هم کړې دي
د لويې جرګې 50 رکني کميټي به د دے ډرافټ جائزه اخلې. 

هم دے دوران کښې ولسمشر لويې جرګې تاریخی وینا کې وویل، که پارلمان په دې تړون مثبت رایه هم ورکړي، دغه تړون به له سالمو ټاکنو وروسته لاسلیک شي. چې زما په خيال د افغانستان په تاريخ کښې ئې مثال نشته.

امير يعقوب خان ته به د کابل د زمري ځوئ وئيلې کېدو، ولې د افغانانو سياسي ناپوهۍ او دننۍ ناچاقۍ د زمرې د ځوي نه ګيډړ جوړ کړو او د افغانستان د ټولو نه سپکه لوظنامه چې ورته د ګندامک لوظنامه وئيلي شي، په لاس ليک کولو مجبور شو.

هم دا حال د امير عبدالرحمان هم وو. امير سره د ډيره پوهه دومره کمزورې وو چې د ډيورنډ لائن لوظنامه ئې لاس ليک کړه. د ډيورنډ لوظنامه اصل کښې د ګندامک د لوظنامې نه هم بدتره وخته او افغانستان ئې په مينځ دوه کړو.

غازي امان الله خان د افغانستان د استقلال د پاره ولس کښې ډېره بيداري راپېده کړه ولې هغۀ هم د پنډۍ لوظنامه لاس ليک کړه چې تروسه پورې ئې مورخين په دے عبارت چې سابقه لوظنامې منسوخه شوے دي، اتفاق نۀ لري.

افغانان د خپل تارېخ سره بلد دي او د شوري پوځونو د راتلو نه پس په افغانستان کښې د جهاد او ورستو د طالبانو د حکومت د غلطو نه ئې سبق زده کړې دې. نن په يويشتمه پيړۍ کښې افغانستان سره د ډيرو ستونځو يو مستحکم جمهوريت او د نړۍ ضرورت دې. د افغانستان لويه جرګه به داځل ډيره ښۀ فيصله کوي او اميد دے چې لويه جرګه به نړۍ ته خپلې هغه وعدے رايادوي او د افغانستان په سپورټ به ئې مجبوروي کومې چې نړۍ وخت په وخت افغانستان سره کړې دي. د بون کانفرنس نه واخله د شکاګو سمټ پورې هغه ټولې وعدے افغانانو ته يادې دي.

په راروان وخت د حامد کرزي صېب د شخصېت يو ډير لوئے امتحان دے. په اپريل کښې صدارتي ټول ټاکنې کېدونکې دي او کۀ دا ټول ټاکنې په پرامنه طريقې سره سر ته ورسېدے نو د افغانستان د تاريخ يو ځلانده باب به شورو شي.

کال 2014 د افغانستان د پاره ډير مهم دے. په دے کال کښې صدارتي اليکشن، د تاټو ځواکونه واپس تګ او د يو خپلواکه افغانستان د 13 کالو د خړپوسو نه پس په خپلو پښو اودريدل دي او پرمختګ کول دي. الله دے زمونږ ګران افغانستان او د پښتنو د کور حفاظت وکړي. الله دے د پاکستان ولس له هم دا وس ورکړي چې په خپل ملک کښې امن او استحکام راولې.

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers