د امريکې طاقت (وړمبې
ټوک)
ژباړن: محمد عارف
تنګي
دا
آرټيکل د ډاکټر اشتياق احمد ليک دې چې په ډېلي ټائمز کښې چاپ شوې دي. ډاکټر صېب
نوموړې سياسي تجزيه نګار او تاريخ دان دې او په دې بريښنا ليک ايډريس ورسره رابطه
کېدې شي. billumian@gmail.com
د شليمې پېړئ په شروع کښې د برتانوي
استعمار زورد ټولو نه سېوا وو، خو ولې د
وړومبې جنګِ عظيم نه پس امريکې يو داسې
سياسي، عسکري او اقتصادي طاقت بيا موندو چې مثال ئې نشته. د امريکې صدرووډرو ولسن
په خپله څوارلس نکاتي ايجنډا(لبرل انټرنيشنلزم) کار پېل کړې وو چې مقصد ئې د ليګ
آف نيشن (1920) بنياد ايږدل وو خو ولې د امريکې کانګرس د دې خلاف ووټ ورکړوچې لکبله
ئې د ليګ آف نيشنز نيک نامۍ او اختيار ته ډېرتاوان ورسېدو. د دې نه دا خبره
څرګندېږي چې دغې وخت کښې هم امريکې ډېر زور لرلو.
د دويم جنګِ عظيم نه پس د برتانيې زور
په کميدو شو ولې چې هټلر او جاپانيانو سره د جګړې له کبله د برتانوې استعمار سره
وسائل په کمېدو شو او دۀ خپل صنعتي او عسکري طاقت برقرار نۀ شو ساتلې. د جنګ په
نيجه کښې برتانيه باندې د امريکې ډيره قرضه ورواوړيده. دې وخت کښې د امرېکې صدر
فرينکلن روزولټ ،کوم چې د زړۀ نه د نوآبادياتي نظام خلاف وو، چرچل په دې مجبور کړو
چې د استعماري ايجنډې نه په شا شي او په خصوصي توګه هندوستان له آزادي ورکړي.
د متحده قامونو (1945) جوړيدل د امريکې او د صدر روزولټ
له خوا نړۍ ته يوه غټه ډالۍ وه. دا د سماجي او اصلاحي قدرونو په بنسټ جوړ د امن
پراجيکټ وو چې مقصد ئې اقتصادي پرمختګ وو. په تاريخ کښې په وړومبي ځل نوآبادي قبضې
او فتوحات غېرقانوني وګرځېدلې. د متحده قامونو چارټر د برابرئ په بنسټ د قامونو
استقلال ومنو اګر چې په بين المللي سياست کښې د طاقت عدم توازن تر اوسه پورې يو غټ
حقيقت دې. ايلينور روزويلټ د هغې کمېټۍ مشر وو کوم چې يونيورسل ډيکلريشن آف هيومن
رائټس وړاندې کړو. دا ډيکلريشن اګرچې په هېوادونو باندې واجب نۀ وو خو بيا هم دې د
زړو او نوو هېوادونو اساسي قانون له داسې
نکتې په لاس ورکړې چې له کبله ئې فرد له د آزادۍ او برابرۍ حق ورکړو.
صدر روزويلټ طمع لرله چې مارشل سټالن
به هم آماده شي او د انساني حقونو، امن، اقتصادي پرمختګ او بين الملليت په بنسټ
جوړنيو ورلډ آرډر کښې به پارټنر شي. چونکه دواڼه د نازيانو خلاف په جنګ کښې ملګري
وو نو د روزويلټ دا خيال وو چې په امن کښې به هم دوي يو بل سره همکاري جاري ساتي.
د سويت يونين حکمران هم دې هلوځلو ته هرکلې ووې او دهغسي د امن او پرمختګ اميدونه
سيوا شوې وو خو ولې په 12اپريل 1945 کښې د روزويلټ د مرګ نه پس دا
خبرې په ځائ پاتې شوې.
صدر هېري ټرومين چې لږ زيات مذهبي وو،
د سويت يونين سره د صلحې په ځائ د شخړې پاليسي خپله کړه. په هغه وخت کښې د امريکې
کانګرس کښې د انتها پسندو ريپبلکنز اکثريت وواو په صدر ټرومين باندې فشار وو چې د سويت
يونين خلاف يو داسې واضحه پاليسي خپله کړي چې دښمني ترې څرګندېږي. ټرومين د سويت
يونين وزيرخارجه مالټوف سره په خپل يو ملاقات کښې په واضحه ټکو کښې دا پاليسي خپله
کړه او د سويت يونين مشرقي يورپ په خوا د
پراختيا د پاليسۍ غندنه ئې وکړه. هم د دغې وخت نه سويت يونين ته د ازادې نړۍ،
سرمايه دارانه نظام او جمهوريت د غټ دښمن په سترګه کتل شروع شول.
سويت يونين ته د نازيانو د لاسه ډېر
تاوان رسيدلې وو. د سويت يونين صنعت او زراعت د نازيانو د لاسه تباه شوې وو او 25 لکه
تنان ئې هم بائللې وو، خو د ټرومين انتظاميې سويت يونين د مارشل پلان او اقتصادي
امداد نه بهر وساتو. کله چې امريکې د جاپان خلاف ايټم بم خلاص کړو نو سويت يونين
هم په تادۍ کښې د دې ټيکنالوجۍ د پاره کوښښونه پېل کړل او په 29 اګست 1949 کښې ئي دا
ټيکنالوجي تر لاسه کړه. د دې نه پس په بين المللي سياست کښې د سويت يونين او
امريکې تر مينځه شخړه ونخته او دواڼو هېوادونو ته سپر پاورز وئيل شروع شو.
د سوړ جنګ سره په نړۍ کښې د ليونتوب تر حده د
وسلې زغل شروع شواو روايتي او ايټمي وسله ډېره زياته شوه. غټ او سيمه ايز دواڼه
طاقتونه په دې زغل کښې ورګډ شو. د بين المللي همکارۍ، انساني حقونو او اقتصادي
پرمختګ کومې وعدې چې ملګرو ملتونو مخکښې کړې وې اوس وروستو پاتې شوې. دې طاقتونو
داسې پاليسۍ خپلې کړې چې په خپلو ګټو او تاوانونو ولاړې وې او د کومو له کبله چې
په نړۍ کښې شخړې نورې هم زياتې شوې.
د جمهوري ملګرو د لټون سره سره امريکې
قدامت پسنده حکومتونه، بې رحمه ډکټېټران اود انسانانو د وينو تګي طاقتونه هم ځان
سره يوځائ کړل. په خصوصي توګه امريکې د ملحد کميونزم په ضد د مذهب استعمال د سياسي
چال په شکل کښې وکړو. بل خوا سويت يونين په مشرقي يورپ کښې د ماتحت رياستونو لړۍ
وغزوله او دا رياستونه يئ د ډنډې په زور چلول شروع کړل چې په نيجه کښې دا رياستونه
د نړۍ نه بيل شول. د دې سره سره سويت يونين په دريمه نړۍ کښې داسې انتها پسنده حکومتونه هم ځان سره يوځائ کړل د چا چې د بشري
حقونو ريکارډ ډېر خراب وو.
په دې حالاتو کښې دا څۀ د حيرانتيا
خبره نۀ وه چې دواڼه طاقتونه د نړۍ په بېلا بيلو برخو کښې په شخړو کښې ونختل. خو
دواڼو طاقتونو يو بل سره د مخامخ جنګ نه ځان ساتو. امريکه زيات تره د قدامت پسنده
او سټيټس کو طاقتونو په شا وه او سويت يونين د ازادۍ تحريکونو سره خپل لاس امداد
کوو. د ويت نام جنګ سره د امريکې نيک نامۍ ته ډېر توان ورسېدو. په دې جنګ کښې چې
په کومه طريقه امريکې د مظلومه دهقانانو او بې وسه عوامو خلاف خپل طاقت استعمال
کړو هغې دا خبره ثابته کړه چې امريکې د روزويلټ د استعمار او نوآبادياتې نظام خلاف
تلو د پاليسۍ نه ډډه کړې ده.
په کور دننه امريکې د ميکارتيزم پاليسي
خپل کړه او بغېر د څۀ ثبوت نه ئې په سياسي مخالفينو د غدارۍ تورونو لګول شروع کړل
ولې چې دا مخالفين زيات تره کميونسټان وو. دې پاليسۍ سره د امريکې لبرل قدرنونو ته
ډير تاوان ورسېدو. د امريکې عسکري صنعت د وسلې جوړولو او خرڅولو نۀ ډېره سرمايه
وګټله او سويت يونين هم د په کښې ورستو پاتې نۀ وو. د امريکې عسکري صنعت دومرې
پياوړې شو چې صدر ډوائټ ډي السنهاور دا ويره څرګنده کړه چې د دې صنعت له کبله به
جموريت تباه شي او آمريت به وده ومومي.
خو دغسې ونۀ شوه او امريکې سوسايټې بچ
پاتې شوه. امريکې ته د ټولې نړئ نه خلق د روزګار او ښه ژوند په تکل راتلل. د
امريکې علمي او سائنسي ترقي د نړۍ د پاره مثال وګرځېدو او غټو کاروبارونو وده وکړه
کومو چې امريکې له طاقت نور هم زيات کړو او د دې د وسلې صنعت ئې نور هم پياوړې
کړو.
No comments:
Post a Comment