Daren Acemolgue & James A Robinsor په خپل کتاب قامونه ولې ناکامه کېږي او د طاقت، ترقئ اور غربت سر چينې څۀ څۀ دي
ډير په زړۀ پورې کتاب دې چې پکښې د نړۍ د هر دور او خواؤشا د هر قام تاريخ شته. دوي وائې چې د قامونو د ناکامۍ دا وجې نۀ دي چې دوي په ّمخصوص جغرافيه کښې ژوند تېروي يا مخصوص کلتور لري او يا دوي جاهله او نا خبره دي. بلکه د قامونو ادارې د هغوي د خوشالو او بدحالو وجې وي. زۀ کوشش کوم چې د دوې د نظرياتو په رڼا کښې د پښتنو د ژوند او تاريخ څېړنه وکړم.
پښتانه يو قبائلي ژوند تيرو او پښتنو قبيلو په خپل ميئنځ کښې ډير جګړې کړې دي. د پښتنو د دننني ناچاقۍ د لاسه پښتنو يو مرکزي حکومت جوړ نۀ کړې شو کوم چې د سياسي او اقتصادي ادارو د پاره ضروري وي. د پښتنو قبائلي سماج ډير محدودو اقتصادي سرګرو کښې معشول پاتې شوې دي د کومو لو کبله چې د پښتنو په کلتوري جوړښت کښې څۀ دومره لوئې بدلون رانغې.
د پښتنو د ژوند او د صوماليې تر مينځه کۀ موازنه وکړې شي نو څۀ دومره بده بۀ نۀ وي. کتاب خو د پښتنو په حقله څۀ نۀ وائې خو ولې په صوماليه کښې د مرکزې حکومت د ناکامۍ وجې هغې قبيلې ګرزوي څوک چې يو بل سر پورته کولو ته نۀ پرېږدي ولې چې د سياسي طاقت د پاره ضروي ده چې يو ګروپ د نورو ګروپونو د پاسه شي.
ټول په ټوله بهرنې يرغلونو پښتانه چېرې هم خارجيانو سره ارتباط ته پرينښودله. او د پښتنو ټولنه د ځان ځانۍ ښکار شوی دي. زما په خيال پښتون کلتور، جغرافيې او د پښتنو ناپوهۍ ته ګناه اچول به يو ښۀ کار نۀ وي بلکه په دے سوچ پکار دے چې مونږ ولې يو مرکزي سياسي جوړښت او اقتصادي ادارو په جوړولو کښې ناکامه شوې يو.
په کومو ځايونو کښې چې پښتنو مرکزي حکومتونه جوړ کړې وو لکه کابل يا سوات، نو هلته سماجي او کلتوري بدلونونه راغلې دي ځکه چې هلته نوي اقتصادي ادارے جوړې شوې دي.
No comments:
Post a Comment