Pages

Powered By Blogger

Tuesday, January 14, 2014

آيا طالب زمونږ ورور دے؟



د عمران خان د پخوا راهسې دا وينا ده چې مونږ له په مينځنۍ پښتونخوا (فاټا) کښې "خپلو خلقو" سره خبرې اترې کول پکار دي او جنګ د مسلې حل نۀ دے.

يو ورځ مخکښې د پاکستان په سينټ کښې د اے اين پي غړو د عمران خان د دے خبرې ډيره په سختو ټکو غندنه وکړه چې طالب زمونږ ورور دے. 

سياست به يو خوا ته کېږدو او په دے خبره به غور وکړو چې څوک زمونږ ورور دے او څوک زمونږ دښمن. په پښتونخوا کښې اوسيدونکي ټول انسانان زمونږ وروڼه خويندے دي او کۀ د هر چا هره يوه عقيده وي زمونږ د پاره ټول قابل احترام دي.

کۀ شيعه دے کۀ سني، کۀ بريلې دے کۀ تبليغې، کۀ سِک دے، که هندو او کۀ عيسائي د ټولو زمونږ په خاوره حق دے.

که جماعت اسلامي ده کۀ اے اين پي، کۀ فضل الرحمن دے که محمود خان اچکزۍ، که سراج الحق دے کۀ پرويز خټک مونږ د ټولو احترام کوو.

خو د ژوند تيرولو د پاره څۀ اصول وي. د خپل سوچ خپرولو د پاره څۀ نۀ څۀ لاره وي. او هغه دا چې د بل انسان د سر او مال احترام به کوو. د خپلو عقيدو د پاره به د چا ژوند نۀ خاورے ايرے کوو. يو داسې پښتون څنګه زمونږ ورور کېدے شي چې هغه نۀ د حجرې احترام کوي او نۀ د جماعت، هغه خپل نور وروڼه په بمونو کښې الوزوي، خلق تښتوي، ډاروي او په بدمعاشۍ او د ټوپک په زور خپل عقائد په خلقو مني؟

د عمران خان دا سوچ چې طالب زمونږ ورور دے بيهي د انسانيت، مذهبي روادارۍ او کلتوري اصولو خلاپ دے. مونږ ډير بدقسمته خلق يو چې د يو ناپوهه انسان په لاس کښې زمونږ د قام اختيار دے.


(عارف)

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers