Pages

Powered By Blogger

Friday, July 19, 2013

ملاله

ملاله 

ګودر دے وران شو خو چا هېڅ اونوے

بنګړي دے مات شو خو چا هېڅ اونوے

خپسه ناسته مرۍ، ساه دے ډوبه

څادر سنګسار شو خو چا هېڅ اونوے

خو نن چې تا ژوند اوموند، ژوند ورکوې

د غيرتي خاورے ځوانان چغې کړي

یه د پښتو اؤ د اسلام دشمنې

تا خپل ګودر پريښود، بنګړي دې خرڅ کړل

دا ستا اواز دومره اوچت ولې شو

!راشه څادر د واخله کور کښې کینه


No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers