Pages

Powered By Blogger

Saturday, June 22, 2013

د وطن جاله




زۀ شاعر خو نۀ يم 

خو قلم لاس کښې لرم


زۀ د بارودو په لوګو کښې


په تتو سترګو


پلوشې لټوم


او د ازغو په کروندو کښې


د ګل تخم کرم


زما دا ټکي د رباب د ټنګ محتاجه نه دي


نۀ د بنګړو په شړنګ ټوپونه وهي


لکه توتنکي په وزرو کښې وږمې پټوم


چې د وطن جاله پرې جوړه کړمه


(محمد عارف)

No comments:

Post a Comment

My Articles

Read and Comment
Powered By Blogger

Followers