Pages

Wednesday, February 24, 2010

څېره او نوم

په زړه ماتي په ټوټو ټوټوزينه
څنګه لوړې ته ختې شي
شوګيرو خوړلې سترګې
د زهره څېره کتې شي

دا ښائست چې اويزان دې په ديوال
ستا پيښې کولې نشي
لباسي خندا اغوستې ورته ګورم
لکه باښه په قفس کښې
چې ئې بل څه نه وي وس کښې
دښکاري سترګو ته ګوري

وئي! دا وخت څومره ظالم دې
تهمتونه راتپي خو تپوس نه کئ
چې داشونډې ولې سپورې سپورې کيږي
زنځيرونه راتړي،ګريوان مې څيري
خو يو نوم د ليونو راباندې نږدي

No comments:

Post a Comment