ابدي غمونه ژاړم
څو پښتنې لاځوابه
په کېدو او نۀ کېدوکښې
تېروتلې،وروک د سېله
دسيالۍ وس خو لرمه
خوسيالي دچاسره کړم
دخپل خيال لښتي ته ګورم
سمندر چې پېمانه کړم
ځه کونجې ئې وروکومه
خو چرنده ئې رانه وروکه
د دې مينې خوږ قفس له
څاروي لټول ګران شو
دا د نۀ ويلو شور دې
دا زړګې مې چې رپېږي
دا غوغانه شم زغملې
تخيل مې پرې ماتېږي
د جنون په تکل لاړ شم
که د ستا بلۍ ته ګورم
د ژوبل احساس علاج له
مړاوے څو ګلونه راوړم؟
No comments:
Post a Comment